د امریکا امنیتي ادارې وایي چې د دوی هېواد کې پۀ ډزو د وژلو پېښې ډېرې شوې دي 

0
41

د امریکا امنیتي ادارې وایي چې د دوی هېواد کې پۀ ډزو د وژلو پېښې ډېرې شوې دي 

امریکا وایي دا ټولې هغه پېښې دي چې یوه بریدګر د خلکو پر ګڼه ګوڼه برید کړی دی او څو کسان یې په نښه کړي دي. ایف. بي. آی لیکي چې د تېر کال په پرتله دا پېښې دوه پنځوس سلنه ډېرې شوې دي خو د وړم کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښيي.

 

(2022 / 5 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکايي امنیتي ادارې وایي چې په دغه هېواد کې په ډزو د خلکو د وژلو پېښې ډېرې شوې دي. د امریکا امنیتي ادارو په خپل یوه راپور کې ویلي چې تېر کال تر سلو ډېر کسان په ډزو وژل شوي، چې په دې کې پخپله بریدګر نه دي شامل.

امریکا وایي دا ټولې هغه پېښې دي چې یوه بریدګر د خلکو پر ګڼه ګوڼه برید کړی دی او څو کسان یې په نښه کړي دي. ایف. بي. آی لیکي چې د تېر کال په پرتله دا پېښې دوه پنځوس سلنه ډېرې شوې دي خو د وړم کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښيي.

په وروستیو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه ډېر شوي چې تر ډېره عام خلک پکې په نښه کېږي او په انفرادي توګه ترسره کېږي چې کومه ډله یې مسوولیت نه مني.

Leave a reply