ایران کې د یوې ودانۍ لوېدلو پېښه کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
39

ایران کې د یوې ودانۍ لوېدلو پېښه کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

دا لوړپوړېزه ودانۍ د ایران په آبادان ښار کې وه چې په نړېدو سره یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. ایراني رسنۍ وايي چې په پېښه کې اووه کسه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.

 

(2022 / 5 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران کې د یوې لوپوړېزې ودانۍ د نړېدو له امله شاوخوا څلوېښتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا لوړپوړېزه ودانۍ د ایران په آبادان ښار کې وه چې په نړېدو سره یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. ایراني رسنۍ وايي چې په پېښه کې اووه کسه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.

خو ځایي خلک بیا وايي چې د تلفاتو شمېره تر دې ډېره لوړه ده، ځکه حکومت د تلفاتو د پټ ساتلو امر کړی دی. ځایي خلک وايي چې تر دې دمه آن اتیا کسان تر خاورو لاندې دي او په اړه یې معلومات نشته دي.

Leave a reply