شیرخان بندر؛ سوداګریز فعالیتونه بېرته په نورماله توګه پيل شوي دي
شیرخان بندر؛ سوداګریز فعالیتونه بېرته په نورماله توګه پيل شوي دي
د کندوز ولایت ځايي چارواکي وایي چې دغه بندر تر څه ځنډ وروسته بېرته د سوداګرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوی دی او سوداګریز کاروانونه به په نورماله توګه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.
(2022 / 5 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شېرخان بندر بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوی دی. د کندوز ولایت ځايي چارواکي وایي چې دغه بندر تر څه ځنډ وروسته بېرته د سوداګرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوی دی او سوداګریز کاروانونه به په نورماله توګه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.
دغه بندر څو ورځې وړاندې له دې امله وتړل شو چې تاجکستاني لوري پر افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ځینې محدودیتونه وضع کړل.
ځايي چارواکي وايي چې له دې وروسته به تاجکستاني سوداګر او موټر چلوونکي هم د افغانستان د وېزې تر اخیستلو وروسته د تګ راتګ اجازه لري.
شيرخان بندر د هېواد په شمال کې له مهمو سوداګریزو بندرونو ګڼل کېږي چې افغانستان د مرکزي اسیا له هېوادونو سره وصلوي.