مالیې وزارت خبر ورکړی چې ژر به د دولتي مامورینو معاشونه اجرأ کړي
مالیې وزارت خبر ورکړی چې ژر به د دولتي مامورینو معاشونه اجرأ کړي
د یادونې ده چې واک د ا.ا تر رسېدو وروسته د دولتي کارکوونکو معاشونه د میاشتو په تېرېدو نه ورکول کېدل چې مالیې وزارت یې د معاشونو د ورکړي بهیر کې د ځنډ لامل ځیني تخنیکي ستونزې بللې.
(2022 / 5 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د مالیې وزارت وايي، چې ډېر ژر به د ټولو دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړې بهیر پیل شي.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې تر راتلونکو دوو ورځو به د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې پروسه پیل او دا بهیر به خپل عادي حالت ته راوګرځي.
یاد وزارت زیاته کړې ده چې تر دې وروسته د دولتي کارکوونکو د هرې میاشتې معاش د هماغې میاشتې تر شلمې نېټې وروسته ورکول کیږي.
د یادونې ده چې واک د ا.ا تر رسېدو وروسته د دولتي کارکوونکو معاشونه د میاشتو په تېرېدو نه ورکول کېدل چې مالیې وزارت یې د معاشونو د ورکړي بهیر کې د ځنډ لامل ځیني تخنیکي ستونزې بللې.