ملګري ملتونو ویلي چې پۀ وروستیو کې نړۍ کې د جګړو لۀ امله ۱۰۰ میلیونه کسان بېځایه شوي دي
ملګري ملتونو ویلي چې پۀ وروستیو کې نړۍ کې د جګړو لۀ امله ۱۰۰ میلیونه کسان بېځایه شوي دي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې د بې ځایه شويو کسانو شمېر ۹۰ میلیونه تنه و چې لويه برخه يې د ايتوپیا، بورکینافاسو، میانمار، نایجریا، افغانستان او کنګو جمهوریت اوسيدونکي وو.
(2022 / 5 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او زورزیاتي له کبله د بې ځایه شويو کسانو شمېر د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ میلیونو واوښت.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د خلکو د بې ځایه کېدو لامل په نړۍ کې روانې خونړۍ جګړې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس يوازې سږ کال د اوکراین د جګړې کبله اته ميليونه کسان په کور د ننه او شپږ ميليونه نور بيا نورو هيوادونو ته کډوال شوي دي.