د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه پۀ ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی
د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه پۀ ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی
دې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې نن دوشنبه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی او له ټولو افغان کورنیو یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.
(2022 / 5 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا سرپرست حکومت عامې ورغتیا وزارت وايي، چې نن (دوشنبه، د غبرګولي ۲مه) په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
وزارت ویلي، دا کمپیاین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په همکارۍ پیل شوی دی.
د دوی په وینا، چې په روان کال کې د پولیو واکسین په دغه څلورم پړاو کې به ۹.۹ میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
د پولیو ضد واکسین څاڅکي به تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومانو ته ورکړل شي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم نن په ټول هېواد کې د دغه کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
دې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې نن دوشنبه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی او له ټولو افغان کورنیو یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.