د افغانستان مشهور غېږ نیوونکی ومړ  

0
65

د افغانستان مشهور غېږ نیوونکی ومړ  

پهلوان ابراهیم د اندونیزیا په جاکارتا کې د ۱۹۶۲ اسیایي لوبو په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال وګاټه. هغه د ۱۹۶۰ روم په اولمپیک او د ۱۹۶۴ د ټوکیو المپیک کې هم سیالي کړې وه، خو کوم مډال يې نه و ګټلی.

(2022 / 5 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

محمد ابراهیم خدری ترکمني، مشهور په (پهلوان ابراهیم) چې د افغانستان د غیږ نیونې له مخکښانو څخه و، د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.

د افغانستان د غیږ نیونې فدراسیون چارواکي وايي، پهلوان ابراهیم د شکرې ناروغۍ له امله پرون یکشنبه د زمري په لومړۍ نېټه د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د دغه فدراسیون د مسوولینو په وینا، ښاغلی ابراهیم چې په حاجي قهرمان مشهور و، د غېږ نیونې یو له مشهورو ورزشکارانو څخه و.

نوموړی په ۱۳۰۹ لمریز کال کې د پروان ولایت د سرخ پارسای ولسوالۍ په ترکمن دره کې زېږېدلی دی.

په ځوانۍ کې پهلوان ابراهیم په دودیز ډول د غیږ نیونې تمرین کاوه او شاوخوا دوه لسیزې یې د افغانستان د ازادو غیږ نیونې د ملي لوبډلې غړی و. هغه څو ځلې په المپیک کې د افغانستان استازیتوب کړی دی.

Leave a reply