افغان حکومت ویلي چې، هند پۀ افغانستان کې خپلې پاتې پروژې بشپړولی شي 

0
163

افغان حکومت ویلي چې، هند پۀ افغانستان کې خپلې پاتې پروژې بشپړولی شي 

د ده په خبره هند هم کولی شي د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې ديپلوماتیک ماموریت ولري او له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو لپاره خپلې پروژې پيل کړي.

 

(2022 / 5 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي هند په افغانستان کې خپلې پروژې بېرته پيلولی شي.

د قطر دفتر غړي او ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نومول شوي دایمي استازي سهیل شاهین په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د ده په خبره هند هم کولی شي د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې ديپلوماتیک ماموریت ولري او له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو لپاره خپلې پروژې پيل کړي.

شاهین دغه راز وایي چې هند کولی شي دلته خپلې نابشپړې پروژې بشپړې کړي او تر څنګ یې نوې پروژې هم پيلولی شي.

دده په خبره د افغان حکومت مسوولیت دی چې د هند د ديپلوماتیک ماموریت امنیت تامین کړي او دوی ته د ديپلوماتیک ماموریت بشري مرستو زمینه برابره کړي.

Leave a reply