وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان پخواني اولس مشر او پي پي پی مشر آصف زرداري سره مهمه لیدنه کړې

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواۍ صدر او د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر آصف علي زرداري لاهور کښې وزيراعظم شهباز شريف سره وليدل او په یو شمیر مهمو موضوع ګانو ی ورسره ټینګار وکړو .

د پاکستان لومړي وزیر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په لاهور کې په خپل استوګنځي کښې لیدنه وکړه ، په دې موقع د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل، د قانون وزیر نذیر تارړ او سلیم مانډیوال هم موجود وو.

د ملاقات په مهال د ملک په سياسي صورتحال خبرې اترې او مشورې وشوې۔
د یادونې ده چې دا لیدنه په داسې وخت کښې شوې چې په هیواد کښې یو شمیر اقتصادي او امنیتي ستونزو هم سر اوچت کړې دې.
که یو طرف اقتصادي ستونزې دي، د پاکستان د بهرنۍ قرض زیات شوې او آیی ایم ایف سره د نور قرض اخستو لپاره خبرې روانې دي نو بل طرف په ملک کښې د تند روه ډلو له لوري هدفي او ترهګریز بریدونه هم دوام لري.
سیاسي او اقتصادي کارپوهان وایی
چې حکومت باید یو بشپړه اقتصادي پلان راوړي چې دا ملک د اقتصادي او معاشي ستونزو څخه خلا ص شي.

Leave a reply