د شهباز شریف حکومت لپاره یو شمیر ننګونه مخې ته دي
باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې په پاکستان کښې یو سیاسي او اقتصادي کړکیچ دوام لري ، سیاسي کارپوهانو ویلي دي چې د شهباز شریف حکومت له په کار دي یو بشپړه اقتصادي او معاشي پلان راوړي چې دا ملک د اقتصادي بحران څخه په بریالیتون سره اووځي او د پرمختګ په لور روان شي.
سیاسي کارپوهان دا هم وایی چې پخوانۍ وزیراعظم په ټول ملک کښې احتجاجونه پیل کړي چې دا هم یو نامناسب او ناوړه کار دې او دې سره د ملک اقتصادي پرمختګ کښې ځنډ مخې ته راتلې شي او د احتجاجونو په وجه د اولس ترمینځ کرکه نوره هم زیاتیږي ځکه د پي ټي آیی مشرانو په دې غونډو کښې په یو بل باندې داسې تورونه لګوي او ددوی په ضد داسې ټکي کاروي چې د اولس او دې مشرانو ترمینځ کرکه نوره هم زیاته شوې ده.
کارپوهان د شهباز په حکومت هم ټکونه کوي او وایی چې دوی د پخواني حکومت وزیران نه دي نیول په کار ځکه دا وخت د نیولو نه دې بلکه باید دوی یو داسې اقتصادي پلان راوړي چې دا هیواد د اقتصادي بحران څخه خلاص کړي.