د شیرین مزاري د نیولو په ضد به په ټول ملک کښې احتجاج وکړو: د عمران خان اعلان

0
208

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د شیرین مزاري د نیولو په اړه غبرګون ښودلی دی.

په خپل ټویټر پیغام کې عمران خان ویلي چې په شیرین مزاري د کور نه بهر تشدد شوې دې او تښتول شوې ده، شیرین مزاري یوه زړوره ښځه ده، زمونږ مبارزه سوله ایزه ده، نن به په ټول هیواد کې احتجاجونه وکړو.د پاکستان تحریک انصاف مرکزي غړې او پخوانۍ وفاقي وزیره شیرین مزاري نیول شوې ده.سرچينې وائي دپنجاب دکرپشن دمخنيوي ټيم پخوانى وفاقي وزير نيولى دى.
د یادونې ده چې د شیرین مزاري د نیول څخه پس د وزیراعظم پنجاب حمزه شهباز امر وکړو چې شیرین مزاري دې خوشې شي ځکه دوی د ښځینه لپاره ډیر عزت لري او نه غواړي چې میرمنو سره دې داسې کار وشي چې هغوي و نیول شي.

Leave a reply