هند افغانستان ته د واګه باډر لۀ لارې دوه زره ټنه غنم لېږلي دي 

0
199

هند افغانستان ته د واګه باډر لۀ لارې دوه زره ټنه غنم لېږلي دي 

نوموړي زیاته کړې ده چې دا له افغانستان سره د هند د ژمنه شویو مرستو شپږمه جوپه ده چې تازه افغانستان ته روانه شوې ده. هغه ویلي چې هېواد یې د افغانانو لاسنیوي ته ژمن دی او په نږدې راتلونکي کې به پاتې نور غنم هم افغانستان ته ولېږي.

 

(2022 / 5 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هند له افغانستان سره د مرسته شویو زرګونه ټنو غنمو له ډلې تازه د واګه بندر له لارې دوه زره ټنه غنم افغانستان ته رالېږلي دي.

د هندي دولت د دولتي ګمرکونو کمیسار راهول نانګاره ویلي چې هېواد یې د واګه بندر له لارې دوه زره ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې دا له افغانستان سره د هند د ژمنه شویو مرستو شپږمه جوپه ده چې تازه افغانستان ته روانه شوې ده. هغه ویلي چې هېواد یې د افغانانو لاسنیوي ته ژمن دی او په نږدې راتلونکي کې به پاتې نور غنم هم افغانستان ته ولېږي.

د یادونې ده چې هند تېر کال له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه کړې ده چې تر اوسه پورې یې لس زره ټنه افغانستان ته رسېدلي دي.

Leave a reply