روسیې د اوکراین پۀ ټولو ښارونو هوايي بریدونه پیل کړي دي 

0
205

روسیې د اوکراین پۀ ټولو ښارونو هوايي بریدونه پیل کړي دي 

روسیې اوس په لوهانسک سیمه کې علمیات سخت کړي دي او پر ټول اوکراین د روسي الوتکو بمبارۍ زیاتې شوي دي. نن سهار د پلازمېنې کيېف په ګډون د اوکراین په ډېرو سیمو کې د بمباریو له کبله د خطر زنګونه ووهل شول.

 

 

(2022 / 5 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 روسیې له نږدې یوې میاشتې جګړې او د ماريوپول د پولادو په فابریکه کې د بریا تر ادعا وروسته د دونباس سیمې د نیولو هڅې زیاتې کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې د ازوفستال د پولادو په فابریکه کې وروستی اوکراینی سرتېری هم تسلیم شو. روسیه وایي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې په دې سیمه کې د ټولو تسلیم شویو اوکرایني سرتېرو شمېر دوه زره څلور سوه نهه دېرشو ته رسېږي.

روسیې اوس په لوهانسک سیمه کې علمیات سخت کړي دي او پر ټول اوکراین د روسي الوتکو بمبارۍ زیاتې شوي دي. نن سهار د پلازمېنې کيېف په ګډون د اوکراین په ډېرو سیمو کې د بمباریو له کبله د خطر زنګونه ووهل شول.

Leave a reply