شیرین مزارې و نیول شوه، حمزه شهباز ی د خوشي کولو امر هم وکړو
باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې پخوانۍ وفاقي وزیره شیرین مزاري چې د اینټي کرپشن پولیسو له خوا ونیول شوه ، د پنجاب وزیراعلی حمزه شهباز ی د بیا خوشي کولو امر هم کړې دې.
د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز د پي ټي آئي د مشرې شيرين مزاري د خوشي کولو امر کړی دی.
حمزه شهباز وويل، چې شيرين مزاري ته د يوې ښځې په توګه درناوی کېږي او د هغې د خوشې کولو امر يې کړی دی.
هغه وويل چې د کومې ښځې نيول له ټولنيزو ارزښتونو سره مناسب نه دي. هغه لارښوونه وکړه چې د اداري فساد د ادارې د هغو کسانو په اړه دې پلټنې وشي چې شيرين مزاري يې نيولې ده.
هغه وويل، چې که په تحقيقاتو کې نيول ناشونې وي، نو قانون به خپله لاره جوړوي، هغه د شيرين مزاري د نيولو له پروسې سره موافق نه و.
د پنجاب وزيراعلي وويل مسلم ليګ ن د سياسي ګوند په توګه د ښځو په احترام باور لري.د یادونې ده چې نن انټی کرپشن ادارې شیرین مزار د ۸۰ زره کناله زمکې د کرپشن په تور کښې ونیوله، شیرین مزارې د ښځینه پولیس اهلکارو له لوري ونیول شوه.