روسیې د اوکراین د ماريوپول ښار د نیولو خبر ورکړی   

0
87

روسیې د اوکراین د ماريوپول ښار د نیولو خبر ورکړی

بل لور ته اوکرایني چارواکو د «ماریوپول» ښار د نیولو ادعا نه ده تایید کړې، خو په وینا یې چې روسي ځواکونو پر یو شمېر سیمو بمبارد کړی او د عامو خلکو د اوسېدو ځایونه یې ویجاړ کړي دي.

 

(2022 / 5 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د دفاع وزارت وايي، چې د اوکراین «ماریوپول» ښار یې په بشپړه توګه نیولی او ډېر شمېر اوکرایني عسکر پکې تسلیم شوي هم دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې له اوکراین څخه یې د «ازوفستال» د اوسپنې کارخانه تسلیم کړې او ماریوپول ښار یې په بشپړه توګه نیولی دی.

په اعلامیه کې د دفاع وزیر «سرګې شویګو» له قوله ویل شوي، چې په دې کارخانه کې کلابندشوي اوکرایني سرتېري روسي پوځیانو ته تسلیم شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د دغه بندري ښار د نیولو تر څنګ یې د اوکراین په ختیځ کې جګړه سخته کړې ده.

بل لور ته اوکرایني چارواکو د «ماریوپول» ښار د نیولو ادعا نه ده تایید کړې، خو په وینا یې چې روسي ځواکونو پر یو شمېر سیمو بمبارد کړی او د عامو خلکو د اوسېدو ځایونه یې ویجاړ کړي دي.

دوی پر روسي ځواکونو تور لګولی، هلته یې تر ۲۰ زرو زیات ملکي وګړي وژلي او کورونه یې وران کړي دي.

Leave a reply