نورستان؛ اورلګېدنه مهار شوې، خو مالي زیانونه یې اړولي دي
نورستان؛ اورلګېدنه مهار شوې، خو مالي زیانونه یې اړولي دي
د نورستان ځنګلونه ښهکیفیتلرونکي لرګي هم لري، چې له اقتصادي پلوه د ارزښت وړ دي، خو د سیمې خلک وخت ناوخت شکایت کوي، چې دا لرګي په غیرقانوني توګه پاکستان ته قاچاق کېږي.
(2022 / 5 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نورستان کې ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د «واما» ولسوالۍ په یوه ځنګل کې د لګېدلي اور لمبې کمې شوې، خو زیات مالي زیانونه یې اړولي دي.
د واما ولسوال «مصباح الدین حیدري» رسنیو ته ویلي، چې د اور وژنې عملیات پای ته رسېدلي او په وینا یې چې پرون دوی پخپله سیمې ته ورغلي وو.
د چارواکو په وینا چې د دې اورلګېدنې له امله ځاني زیان نه دی اوښتی، خو شاوخوا ۸ جریبه ځنګل پکې سوځېدلی دی.
ویل کېږي، دا اور تر هغه وروسته خپور شوی، چې یوه ماشوم لرګیو ته اور واچاوه.
نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې غرونه یې د نښترو او ځنغوزیو په ځنګلونو پوښلي دي.
د نورستان ځنګلونه ښهکیفیتلرونکي لرګي هم لري، چې له اقتصادي پلوه د ارزښت وړ دي، خو د سیمې خلک وخت ناوخت شکایت کوي، چې دا لرګي په غیرقانوني توګه پاکستان ته قاچاق کېږي.