په تازه چاودنه کې شپږو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

0
189

په تازه چاودنه کې شپږو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي روغتیایي چارواکو هم د پنځو د ټپي کېدو او یوه عسکر د وژل کېدو خبره کړې ده، خو پاکستاني پوځ یوازې د یوه عسکر وژل کېدل تایید کړي دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

 

(2022 / 5 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په تازه چاودنه کې شپږو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي رسنۍ وايي چې په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو چاودنه شوې او تلفات لري. راپورونه وایي چې دغه چاودنه د پولیسو پر یوه موټر وشوه چې له امله یې یو پوځي وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

ځايي روغتیایي چارواکو هم د پنځو د ټپي کېدو او یوه عسکر د وژل کېدو خبره کړې ده، خو پاکستاني پوځ یوازې د یوه عسکر وژل کېدل تایید کړي دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

په وروستیو کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه ډېر شوي دي، چې له امله یې پاکستانی حکومت سخت اندېښمن دی او له افغان حکومت یې د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.

Leave a reply