م،م د افغانستان د بشري حقونو د منحل کېدو پۀ اړه اندېښنه څرګنده کړې   

0
171

م،م د افغانستان د بشري حقونو د منحل کېدو پۀ اړه اندېښنه څرګنده کړې

د ا.ا له لوري د بشر حقونو د کمېسون سربېره د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشاء ریاستونه لغوه شول.

 

(2022 / 5 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د ا.ا له لوري د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په لغوه کولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یاد سازمان د بشري حقونو عالي کمیشنرې میشل باشله پرخپله ټوېټر پاڼه، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون منحل کول د افغانستان د مدني ټولنو لپاره د  شاتګ ګام بللی. باشله، لیکلي، چې دغه کمېسيون په سختو شرايطو کې د بشري حقونو مسايلو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې هم د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د بشر حقونو کمېسون د منحل کېدو په تړاو اندېښنه ښوودلې وه.

د ا.ا له لوري د بشر حقونو د کمېسون سربېره د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشاء ریاستونه لغوه شول.

Leave a reply