د کرومایټ د کانونو  د داوطلبۍ لپاره لس شرکتونه بریالي شوي دي 

0
171

سرچينې ويلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د کرومایټ ډبرو کانونو داوطلبي پروسه چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، د موظف پلاوي او ۲۱۴ هغو شرکتونو په حضور کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د رسنیو پر وړاندې په شفافه ټوګه ترسره شوه.

(2022 / 5 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې ۱۰ شرکتونه د کندهار، زابل او لوګر ولایتونو د کرومایټ ډبرو کانونو د استخراج په داوطلبۍ کې ګټونکي اعلان شوي دي.

د هغې خبر پاڼې له مخې چې د کانونو او پټروليم وزارت په وېبپاڼه کې خپره شوې، د داوطلبۍ دغه پروسه پرون په ياد وزارت کې ترسره شوه.

Leave a reply