د پاکستان د ټاکنو کمیشن د پي ټي آیی منحرف غړیو په اړه مهمه پریکړه کړې

0
148

باغي ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پي ټي آئي ٢٥ منحرف غړي د پنجاب اسمبلۍ کښې چې وزيراعلی په توګه حمزه شهباز ته رايه ورکړې وه، له څوکۍ لرې کړل.

چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د پي ټي آئي د منحرف غړو په ضد د ريفرنس محفوظ فيصله جاري کولو په وخت وئيلي دي چي منحرف غړي په اتفاق سره ډي سیټ شوي دي۔

د اليکشن کميشن فيصله کښې وئيلي شوي دي چې د پي ټي آئي غړو حمزه شهباز شريف ته ووټ ورکولو سره انحراف کړے دے۔
د پاکستان تحریک انصاف لخوا د پنجاب اسمبلۍ د ۲۵ منحرف غړو نوملړ هم مخې ته راغلی دی.پنجاب اسمبلۍ کښې د د پي ټي آئي غړي کوم چې لرې کړې شوي دي ، په دې کښې راجا صغیر احمد، ملک غلام رسول سانګا، سعید اکبر خان، محمد اجمل، علیم خان، نذیر چوهان، محمد امین ذوالقرنین، ملک نعمان لنګریال، محمد سلمان، زوار وڑائچ او نذید احمد شامل دي. خان، فدا حسین، زهرا باتول، محمد طاهر، عایشه نواز، ساجدہ یوسف، هارون عمران ګل، عظمی کاردار، ملک اسد، اعجاز مسیح، سبطین رضا، محسن عطا خان کهوسه، میان خالد محمود، مهر محمد اسلم او فیصل حیات شامل دي.

Leave a reply