امریکايي قانون جوړوونکو ویلي چې امریکا دې روسیه د ترهګرو ملاتړي هېواد په توګه وپېژني

0
71

امریکايي قانون جوړوونکو ویلي چې امریکا دې روسیه د ترهګرو ملاتړي هېواد په توګه وپېژني

د جمهوریت غوښتونکو او دموکرات ګوندونو دوو غړو جو ویلسن او تیدلو دا پرېکړه لیک وړاندې کړی او هڅه کوي روسیه په هغه لست کې شامله کړي‌ چې شمالي کوریا، ایران او کیوبا هم په کې دي.

 

(2022 / 5 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د د موکرات او جمهوریت غوښتونکو قانون جوړوونکو د بایډن په ادارې فشارونه زیات کړي‌ چې روسیه د ترهګرو د ملاتړي او تمویل کوونکي هېواد په توګه وپېژني.

د استازو خونې په یو پرېکړه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه همدا غوښتنه کړې او د ګانګرس غړي هلې ځلې کوي چې روسیه په اوکراین باندې د برید له کبله تنبیه کړي.

د جمهوریت غوښتونکو او دموکرات ګوندونو دوو غړو جو ویلسن او تیدلو دا پرېکړه لیک وړاندې کړی او هڅه کوي روسیه په هغه لست کې شامله کړي‌ چې شمالي کوریا، ایران او کیوبا هم په کې دي.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلینسکي له امریکایي قانون جوړوونکو سره په لیدنه کې هم وغوښتل چې روسیه باید رسمآ د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د امریکایي چارواکو دا هڅه احماقانه اقدامات بللی‌ او ویلي‌ دي چې مسکو به یې ځواب ووايي.

Leave a reply