د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاو سبا د چین په دوره ځي

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري به د مې په ٢١مه او ٢٢مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ځانګړې بلنه د چين دوره کوي.

دا به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بهټو زرداري له تیرې میاشتې راهیسې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه لومړی دوه اړخیزه دوره وي.

د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر او لوړ پوړي چارواکي به د بهرنیو چارو وزیر په پلاوي کې برخه ولري.
د دغه سفر په ترڅ کې به د بهرنيو چارو وزير به د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره پراخې مشورې وکړي.

دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو د ټولو اړخونو بیاکتنه وکړي، په ځانګړې توګه د پاکستان او چین ترمنځ د پیاوړې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ په موضوع ګانو ټینګار وکړي.

د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز، سي پیک په اړه چټک پرمختګ، او د یو شمیر مهمو پروژو په اړه به هم په دې لیدنه کښې د خبرو اترو لاندې راشي.
د یادونې ده چې بلاول بهټو زرداري په داسې وخت کې د چین دوره کوي چې پاکستان نن سبا د اقتصادي او یو قسم سیاسي کړکیچ سره مخ دې.

Leave a reply