حکومت د ریاستي ادارو او ملي فوځ په ضد د کمپاین په اړه د صفر زغم پالیسي لري: مریم اورنګزیب

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د باغي ټي وي راپور ترمخه د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې حکومت د پاکستان د ملي پوځ په ضد د هر ډول کمپاين په اړه د صفر زغم پاليسي لري.

په قومي اسمبلۍ کې دخبرو په مهال د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي دي چې پي ټي ائي لخوا د افسرانو په ضد په سوشل ميډيا کمپاين پيل شوى، پيمرا، ايف آئي اے او د اطلاعاتو وزارت د دغه کمپاين نوټس اخلي او زه به په پارلیمان کښې د مخالفو کمپاين کوونکو ډيټا وړاندې کړم.
هغه وایی چې د تیر حکومت مشرانو د مخالفانو پر ضد په ټولنيزو رسنيو کمپاين پيل کړی او د جعلي اکاونټونو له لارې د مخالفينو او ادارو پر ضد کمپاين روان دی کوم چې د غندې وړ کار دې.
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د پيمرا ټيم کارکردګي د ستاينې وړ ده، د پيمرا ټيم ښه کار کوي، تقررۍ په سياسي بنيادونو کيږي، د پخواني حکومت په سياسي بنيادونو په ضد کارروائيو سره يو شمير کسان برطرفه کړي شوي دي، ادارو کښې غيرقانوني ګمارنې بندې شوي دي، په پي ټي وي کښې چې غیرقانوني ګمارل شوي هغوی لرې کړې شوي دي، هغې زیاته کړه څوک چې په ميرټ پوره کیږي نو باید هغه ته دنده ورکړل شی او وسنې حکومت د میرټ پرته اهلکارو ته دنده نه ورکوي.
ياده دي وي چي د سماجي رابطو په ويب سائټ ټوئټر باندي د ادارو خلاف کمپاين روان دے او په دي کمپاين کښي صرف د پي ټي آئي سوشل ميډيا فعالان برخه اخلي۔
د ا خبره هم مهمه ده چې په دې لنډ وخت کښې د پیمرا له لوري هم یو داسې خبر جاري شوې وو چې رسنۍ دې د ادارو او ملي فوځ په اړه د بیانونو خپرولو څخه ډډه وکړي او بې بنیاده او جعلي خبرونه دې کله هم خپاره نه کړي.
پیمرا ویلي وو چې که کوم پرنټ یا الیکټران میډیا د میډیا قانون پرته بې بنیاده داسې خبرونه د ملکي ادارو په ضد خپاره کړل نو ددوی په ضد به قانوني کارویی وشی او دوی به د پیمرا قانون مطابق جریمه کړې شي.

Leave a reply