کډوالو چارو وزارت ویلي چې پۀ تېرو څلورو ورځو کې ۱۶۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي

0
90

کډوالو چارو وزارت ویلي چې پۀ تېرو څلورو ورځو کې ۱۶۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي

د سرچینې د معلوماتو له مخې د یادو څه باندې ۱۶۰ کورنیو له جملې ۱۵۳ کورنۍ یې ۱۰۴۹ کسان کېږي، اسناد نه درلودل او پاتې ۱۳ کورنیو ې ۷۸ کسان کیږي د کډوالۍ اسناد درلودل.

 

(2022 / 5 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالو چارو وزارت وايي، چې په تېرو څلورو ورځو کې تر ۱۶۰ ډېرې افغان کورنۍ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه وزارت پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې یادې کورنۍ د روان کال د غويي له ۲۶ تر ۲۹ مې پورې د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د یادو څه باندې ۱۶۰ کورنیو له جملې ۱۵۳ کورنۍ یې ۱۰۴۹ کسان کېږي، اسناد نه درلودل او پاتې ۱۳ کورنیو ې ۷۸ کسان کیږي د کډوالۍ اسناد درلودل.

د یادونې ده چې پاکستان او ایران په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو موده کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی.

Leave a reply