مالیې وزارت لۀ افغانستان نه د غنمو پر لېږد بندیز لګولی دی 

0
175

مالیې وزارت لۀ افغانستان نه د غنمو پر لېږد بندیز لګولی دی 

بلخوا د هېواد په ځينو ولایتونو کې په وروستیو دوو میاشتو کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي. خلک او کروندګر، د غنمو د بیې د لوړوالي لاملونه د دغه بوټي کم کښت او پر ځای یې د کوکنارو کرل، د اوبو کمښت، وچکالي او نور ګڼي.

 

(2022 / 5 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مالیې وزارت له هېواده بهر په قانوني او غیر قانوني لارو د غنمو پر صادراتو کلک بندیز لګولی دی.

د مالیې وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري د  ټولو ګمرکاتو مسئولينو ته هدايت کړی، چي له دې وروسته هېچاته اجازه ورنه کړي چي يوه دانه غنم له هېواده  د باندې په قانوني او يا په غير قانوني توګه صادر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هیواد په ګرمو سیمو کې د غنمو حاصلات رارسیدلي دي او ویل کیږي چې یو شمیر کسان یې پاکستان ته په غیر قانوني توګه صادروي.

بلخوا د هېواد په ځينو ولایتونو کې په وروستیو دوو میاشتو کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

خلک او کروندګر، د غنمو د بیې د لوړوالي لاملونه د دغه بوټي کم کښت او پر ځای یې د کوکنارو کرل، د اوبو کمښت، وچکالي او نور ګڼي.

Leave a reply