د امریکا کانګریس اوکراین سره د ۴۰ میلیارده ډالره نورې مرستې منظورې کړې   

0
147

د امریکا کانګریس اوکراین سره د ۴۰ میلیارده ډالره نورې مرستې منظورې کړې

سره له دې چې د امریکا په کانګرس کې د جو بایډن ګوند دیموکراتان او مخالفین یې جمهوري غوښتونکي ډیر لږ پېښیږي چې په یوې موضوع یوه خوله وي خو داسې څرګندیږي چې د اوکراین سره د نظامي او نورو مرستو په منظورۍ کې دواړه ګوندونه یو ډول نظر لري.

 

(2022 / 5 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین سره د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملاتړ د ژمنې په دوام د دې هیواد کانګرس د کیف سره نورې ۴۰ ملیارده ډالره مرستې منظورې کړلې.

سره له دې چې د امریکا په کانګرس کې د جو بایډن ګوند دیموکراتان او مخالفین یې جمهوري غوښتونکي ډیر لږ پېښیږي چې په یوې موضوع یوه خوله وي خو داسې څرګندیږي چې د اوکراین سره د نظامي او نورو مرستو په منظورۍ کې دواړه ګوندونه یو ډول نظر لري.

په دې مرستو کې ۶ ملیارده ډالر د دې لپاره ځانګړې شوي چې اوکراین پرې خپله د مرمۍ ضد موټرو او هوایي دفاع سیستم قوي کړي.

د یوه بل خبر له مخې د روسیې د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې د ماریپول له ازوفسټال فابریکې څخه تر دامهاله ۱۱۳۰ تنه اوکرایني سرتېري ورته تسلیم شوي دي. یاد وزارت زیاتوي چې له یادو سرتېرو څخه ۸۰ تنه یې ټپیان دي چې روغتیایي خدمتونه ورته رسول کیږي.

Leave a reply