وزیرخارجه بلاول بهټو د عمران خان د روس دورې ملاتړ کړې

0
46

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو په یو بیان کښې ویلي دي چې روسیې ته د پخواني لومړي وزیر عمران خان د سفر دفاع کوي.

په نيويارک کې ديوې خبري غونډې په مهال ديو خبريال دپوښتنې په ځواب کې بلاول بهټو وويل دعمران خان دوره دپاکستان دبهرني سياست برخه وه اؤ هیچا ته پته نه وه چې دروس اؤ يوکرين ترمينځ به جګړه به پيليږي.

هغه وویل چې روسیې ته د عمران خان د سفر په خاطر پاکستان ته سزا ورکول به غیر عادلانه او نامناسب دي.
بلخوا بلاول بهټور ويلي چې د بحران د هواري لپاره ګډو هڅو ته اړتيا ده، بلاول اوویل چې د افغانستان د کړکېچ په زیاړالي به ټوله سيمه اغېزمنه شي، د پاکستان وزیرخارجه اوویل نړيواله ټولنه دې د افغانستان بحران په ختمولو کې رول ولوبوي.
وروسته په نيويارک کې ميډيا سره خبرو کې دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو وويل عمران خان دترهګرۍ دسياست په لوري روان دى، هغه پارليماني اؤ آئيني سياست نۀ کوي اؤ په ادارو اؤ سياسي مخالفانو غلط تورونه لګوي. بلاول وويل لکه څنګه چې د عمران خان حکومت جوړ شو او به دې وخت کښې مونږ که خوله خلاصه کړو نو خان صاحب ته به د پټېدو ځای نه په لاس را نه شي. هغه اوویل چې د جګړې په څېر سياست نه کېږي، وزیر خرجه اوویل چې پيپلز ګوند هېڅکله شخصي ګټو ته لومړيتوب نه دی ورکړی.هغه زیاته کړه چې هر اړخ او ګوند باید د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي په داسې حال کې چې د شهباز حکومت ته هم باید د ستونزو د حل لپاره موقع ورکړل شي.
بلاول بهټو زرداري زياته کړه چې اپوزيشن د احتجاج او خپل سياست کولو حق لري، عمران خان بايد د یو ذمه وار اپوزيشن په توګه رول ولوبوي.

Leave a reply