د اوکراین جګړې لۀ امله نړۍ کې د غنمو بیې ۵۳ سلنه لوړې شوې دي
د اوکراین جګړې لۀ امله نړۍ کې د غنمو بیې ۵۳ سلنه لوړې شوې دي
راپور کې دغه راز راغلي چې هندوستان هم د نړیوالې قحطۍ د ګواښونو او سختې ګرمۍ له امله نورې نړۍ ته د غنمو پر صادراتو بندیز لګولی دی. دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې ملګرو ملتونو هم ویلي چې په نړۍ کې به لوږه دوامداره او ان د لوږې کچه نوره هم لوړه شي.
(2022 / 5 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایکنومیسټ ویبپاڼې راپور ورکړی دی چې د اوکراین تر جګړې وروسته په نړۍ کې د غنمو بیه ۵۳ سلنه لوړه شوې ده. راپور کې راغلي چې د اوکراین جګړې په نړیواله کچه د لوږې کچه ځکه لوړه کړې ده چې اوس نه یوازې له دغه هېواد څخه نورې نړۍ ته خوراکي توکي نه استول کېږي بلکې اوکراین او ورڅېرمه هېوادونو ته هم د نړۍ له نورو هېوادونو خوراکي توکي صادرېږي.
راپور کې دغه راز راغلي چې هندوستان هم د نړیوالې قحطۍ د ګواښونو او سختې ګرمۍ له امله نورې نړۍ ته د غنمو پر صادراتو بندیز لګولی دی.
دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې ملګرو ملتونو هم ویلي چې په نړۍ کې به لوږه دوامداره او ان د لوږې کچه نوره هم لوړه شي.