د ا.ا.ا لۀ افغانستان څخه پر غیر قانوني وتلو بندیز ولګاوۀ
د ا.ا.ا لۀ افغانستان څخه پر غیر قانوني وتلو بندیز ولګاوۀ
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته له قانوني لارو سربېره په غیر قانوني توګه هم د افغانانو تګ په بې سارې ډول ډېر شوی دی چې دې چارې نه یوازې ګاونډي بلکې د نړۍ هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.
(2022 / 5 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا له هېواد څخه په غیر قانوني توګه د خلکو پر وتلو بندیز لګولی دی.
د افغانستان ا.ا کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته هیڅوک حق نه لري چې په غیر قانوني توګه له هېواده بهر سفر وکړي. یاد وزارت ویلي چې په نیمروز کې یې ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې له هېواده ګاونډیو هېوادونو ته د غیر قانوني کډوالو د تلو مخنیوی وکړي.