روسیې ویلي چې د اړتیا پر مهال افغانستان کې د شته خنډونو پر وړاندې ودرېدلی شي 

0
230

روسیې ویلي چې د اړتیا پر مهال افغانستان کې د شته خنډونو پر وړاندې ودرېدلی شي 

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د داعش په نامه ډله د افغانستان له خاورې پر تاجکستان توغندویي برید کوي.

 

(2022 / 5 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خپل ځان او خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت ټینګښت په موخه د اړتیا په صورت کې د افغانستان پولو ته څېرمه ګواښونو ته ځواب ویلی شي.

د یاد وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې د افغانستان پولو ته څېرمه وضعیت دا ایجابوي چې د سیمې هېوادونه هوښیار واوسي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د داعش په نامه ډله د افغانستان له خاورې پر تاجکستان توغندویي برید کوي.

که څه هم د افغانستان ا.ا د ټولو پولو د امنیت د ټینګښت او ګاونډیو هېوادونو ته له افغان خاورې د نه ګواښل کېدو ډاډ ورکوي خو روسیه وایي چې دوی هر څه تر څار لاندې لري او د افغانستان شمالي پولو ته څېرمه وضعیت عادي نه دی.

Leave a reply