په تورخم پوله ایسار خالي ګاړو لپاره ښه خبر

په لنډیکوتل کښې د تورخم سره نزدې یو ولاړ ټرک
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان او پاکستان ترمینځ پوله تورخم باندې د ډیرو ورځو راسې داسې خبرونه خپاره کیدل او په حقیقت کښې هم دغسې وه چې د افغانستان په تورخم کښې په زرګونو شمیر کښې خالي ټرکونه بند پاتې دي او دوی ته اجازه نه ورکول کیده چې پاکستان ته داخل شي.
د تورخم پولې نه پاکستاني چارواکي دا خبر ورکوي چې د خالي او اتوار(شنبه او یکشنبه) په ورځ د خالي ټرکونو واله ته اجازت ورکړې شوې دې چې دوی د افغانستان نه پاکستان ته راداخل شي.
خالي ګاړي به د شپې اته ۸ بجو نه پس پاکستان ته داخلیدو اجازت وي، دا خبره د بارډر سرکاري اهلکارو رسنیو ته کړې ده.
یاده دې وي چې د سوداګرو او د ګاړو ډرایورانو دا بیا بیا غوښتنه کړې وه چې افغان چارواکي دي دې خالي کانټینرو ته اجازت ورکړي چې پاکستان ته داخل شي.
په پاک افغان پوله د پاکستاني صادراتو توکو نه ډک ټرکونه ولاړ دي
د سوداګرو دا خبره وه چې په هفتو هفتو دوی په افغانستان تورخم کښې ایسار پاتې دي چې له وجهې دوی د ډیر مالي زیان سره مخ دي.
سوداګرو د افغانستان او پاکستاني چارواکو ستاینه کړې چې په تورخم کښې بند خالي ګاړو له ی اجازت ورکړو چې پاکستان ته داخل شی، دوی وایی دې سره به د دواړه هیوادونو ترمینځ تجارت ښه شي.






