خلک: ډاکټر فهیمې سره دې کړی ظلم وڅېړل شي

خلک: ډاکټر فهیمې سره دې کړی ظلم وڅېړل شي
تېره شپه کندهار ولایت کې د طالبانو له لوري د یاد ولایت درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د ډاکټر فهیمې رحتمي په کور چاپه وهل شوې چې خلک یې اندېښمن کړي او نوموړې ته يې د عدالت غوښتنه کړې ده.
(2021 / 9 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
تېره شپه کندهار ولایت کې د طالبانو له لوري د یاد ولایت درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د ډاکټر فهیمې رحتمي په کور چاپه وهل شوې چې خلک یې اندېښمن کړي او نوموړې ته يې د عدالت غوښتنه کړې ده.
آغلې رحمتي په کندهار ولایت کې د هیلې خیریه بنسټ پخ نوم بنسټ لري چې له دغې لارې یې د کندهار ښار کې زرګونه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې کولې.
تېره شپه طالبانو د نوموړې په کور چاپه اچولې چې څلور د کورنۍ غړي او یوهمسایه یې له ځان سره وړي دي.
اوس په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر خلک په طالبانو غږ کوي چې له نوموړې سره د شوي ظلم پوښتنه دې وشي.






