د پخواني متحده سوویت یونین خوب چې په افغانستان قبضه وکړي

0
353

باغي ټي وي رپورټ
د کال ۱۹۷۰ په لسیزه کښې په کابل کښې د سردار داود حکومت وو، په ملک کښې د اندروني اختلافاتو په وجه نور محمد ترکي د سردار داود حکومت ختم کړو ،د سردار داود په حکومت ی قبضه وکړه او په خپله ی د افغان حکومت واهګې په لاس کښې واخستې.

دغه شان په افغانستان کښې د روس کمیونزم نظام حمایت کوونکو حکومت په افغانستان کښې راغلو او دې حکومت سره د پخوانۍ سوویت یونین موجوده(روس) همدردۍ زیاتې شوي او ددوی حکومت حمایت ی وکړو.
د سردار داود د حکومت ړنګولو نه پس په افغانستان کښې د دو سیاسي پارټیوپیپلز یعني خلق پارټي او بینر یعني پرچم پارټۍ حکومت راغې، دا دوه پارټۍ په سوویت یونین کښې د مارکسسټ او لیننسټ ګروپونو حمایت کوونکې وې کومې چې د پیپلز ډیموکریټک پارټۍ نه جوړې شوې وي.
په کال ۱۹۷۹ کښې د خلق او پرچم پارټۍ په مشرانو کښې اختلاف پیدا شو او هم دغه شان مخالفینو د پخواني سوویت یونین ته دعوت ورکړو چې په افغانستان قبضه وکړي.
په ۲۴ اکتوبر کال ۱۹۷۹ باندې سوویت یونین خپل ۳۰۰۰۰ دیرش زره فوځیان راولیږل او د خلق پارټۍ صدر حفیظ الامین حکومت ی نسکور کړو.
سوویت یونین غوښتل چې د بابرک کارمل په مشرې کښې د پرچم پارټۍ حکومت ترقي وکړي خو د کارمل حکومت هم ښه نه وو او د خلقو حمایت ی حاصل نه کړو.
د افغانستان مسلمان اولس نه دا و نه زغمول شوه او د روسیانو خلاف ی جهاد شروع کړو چې د امریکې هیواد نه ورته هم سپورټ حاصل وو، افغانستان کوم سمندري حدودنه لري نو سوویت یونین غوښتل چې ګرمو اوبو ته ځان ورسوی خو مخه کښې ورته پاکستان خنډ وو او غوښتل ی چې پاکستان کښې هم داسې حالات پیدا کړي چې روسي فوځیان دلته هم داخل شی او قبضه وکړی.
مجاهدینو ډیره په نره د سوویت یونین فوځیانو مقابله وکړه ، په زرګونو افغان مجاهدین او افغان اولس د سرونو قربانۍ ورکړې او آخر هم روس مجبور شو چې په کال ۱۹۸۸ کښې ی افغانستان، پاکستان او امریکې سره معاهده وکړه چې دوی به د افغانستان نه خپل فوځونه واپس اوباسي.

د روس خلاف جهاد کونکي مجاهدین: فایل فوټو


دلته دا خبره ډیره ضروري ده چې په افغانستان کښې چې په کال ۱۹۷۷ کښې کوم سیاسي بدلون او بیا د روس په افغانستان د قبضه کولو مسله راغله نو ددې لوی جهګړې ذمه واران هم دغه افغانان وو چې په لوی لاس ی پخواني سوویت یونین فوځیانو ته دعوت ورکړو چې په افغانستان قبضه وکړي او دلته خپل د کمیونزم نظام قایم کړي ولې اسلام او مسلمانانو ته دا خبره قبوله نه وه ، روسیانو د افغان مجاهدینو د لاسه ماتې اوخوړه او افغانستان نه اووتل.
هم دغه شان شل کاله وړاندې هم امریکې یوه لویه غلطي وکړه او په افغانستان ی حمله وکړه ، په زرګونو افغانان وکړي اووژل شول خو آخر هم امریکا مجبوره شوه او په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ ی د افغانستان نه خپل فوځونه اووویستل.
وس افغانان او امارت اسلامی له یوه ښه موقع په لاس راغلي ، که دوی یو موټې شی او داسې حکومت او پالیسۍ جوړی کړې نو ټوله دنیا به ی اومنی او په افغانستان کښې به د ۴۰ کالو نه شروع دا جنګ پای ته ورسي.
یاده دې وی چې دفاعي او سیاسي څیړونکي وایی او تور لګوي چې د افغانستان د موجوده او پخواني د روس په وخت کښې د جنګ ذمه واران هم هغه د کمیونسټ پارټیو افغانان مشران وو چاچې پخواني سوویت یونین فوځیان افغانستان ته را دعوت کړل.

Leave a reply