د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیله ده، د م،م ملتونو ځانکړی راپورټر پۀ حقایقو ولاړ راپور چمتو کړي 

0
168

د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیله ده، د م،م ملتونو ځانکړی راپورټر پۀ حقایقو ولاړ راپور چمتو کړي 

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپل ټويټر ليکلي چې متقی دا غوښتنه له بېنېټ سره په کتنه کې کړې ده. بلخي زياتوي چې بېنېټ په دې کتنه کې افغانستان ته د راتګ د موخې، ورکړل شوي ماموریت او کاري پلان په اړه له امیرخان متقي سره خبرې وکړې.

 

(2022 / 5 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ څخه غوښتي چې د هېواد د وضعیت په اړه په حقایقو ولاړ او مستند راپور وړاندې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپل ټويټر ليکلي چې متقی دا غوښتنه له بېنېټ سره په کتنه کې کړې ده. بلخي زياتوي چې بېنېټ په دې کتنه کې افغانستان ته د راتګ د موخې، ورکړل شوي ماموریت او کاري پلان په اړه له امیرخان متقي سره خبرې وکړې.

هغه وايي، د بهرنيو چارو وزير له نوموړي وغوښتل چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور کې د رسنیو، مغرضو کړیو او بهر مېشتو مخالفو اشخاصو په قول قضاوت و نه کړي.

متقي دا هم غوښتي چې په چمتو کيدونکي راپور کې دې د افغانستان دیني، فرهنګي او کلتوري ارزښتونه په پام کې ونيول شي.

Leave a reply