تاجکستان کې د ازادي راډيو دوه خبريالان ناپېژاندو کسانو وهلي دي

ملا رجب یوسفي او برات یوسفي د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریالان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې په پلازمېنه دوشنبې کې د ناپېژاندو کسانو له لورې ووهل شول چې د بشري حقونو له مدافعانو سره تر مرکې وروسته خپل دفتر ته ستنېدل.
(2022 / 5 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د ازادي راډیو د تاجکستان د څانګې دوه خبریالان وهل شوي دي او د یوې بلې ازادې رسنۍ له دوو خبریالانو سره بد چلند شوی دی.
ملا رجب یوسفي او برات یوسفي د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریالان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې په پلازمېنه دوشنبې کې د ناپېژاندو کسانو له لورې ووهل شول چې د بشري حقونو له مدافعانو سره تر مرکې وروسته خپل دفتر ته ستنېدل.
د دوشنبې په ښار کې برید کوونکو ملا رجب یوسفي او برات یوسفي له خپل موټره رابهر کړي او وهلي دي.