ایران کې د قیمتۍ پر وړاندې لا هم سخت لاریونونه روان دي
ایران کې د قیمتۍ پر وړاندې لا هم سخت لاریونونه روان دي
په ورته وخت کې ایراني ځواکونو امنیتي تدابیر ډېر کړي دي، په ډېرو ښارونو کې یې پر لاریون کوونکو بریدونه کړي دي، دوی یې په نښه کړي دي او ځینې کسان یې زندانونو ته اچولي دي.
(2022 / 5 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ایران کې لا هم د ګرانۍ ضد لاریونونه روان دي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ایراني وګړي په ګڼو ښارونو کې لارو او کوڅو ته راوتلي دي او د اوسني حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
دوی د ایران اوسنی حکومت اخوندي ناکام رژيم بولي او پر حکومت غږ کوي چې خپلو ظلمونو او وحشتونو ته د پای ټکی کېږدي.
په ورته وخت کې ایراني ځواکونو امنیتي تدابیر ډېر کړي دي، په ډېرو ښارونو کې یې پر لاریون کوونکو بریدونه کړي دي، دوی یې په نښه کړي دي او ځینې کسان یې زندانونو ته اچولي دي.
د بشري حقونو مدافعین وایي په ایران کې ګراني ده نو د خلکو حق دی چې د ځان د ژغورلو لپاره غږ اوچت کړي او یا یې دې حکومت اړتیاوې پوره کړي.