د حکومتي وفد وزیران په خپل خرڅ لندن ته تللي وو: مفتاح اسماعیل

0
174

باغی ټي وي رپورټ

وزيراعظم شهباز شريف په دې وروستيو ورځو کښې د کابينې غړو سره لندن ته تللى وو چرته چې هغه د ګوند مشر نواز شريف سره ليدنه کړې وه.

له شهباز شريف سره د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل، وفاقي وزير احسن اقبال، د اطلاعاتو وزير مريم اورنګزېب، خواجه سعد رفيق، خواجه آصف او خرم دستګير هم ملګري وو.

د پلاوي سره لندن ته د سفر پر مهال په ټولنيزو رسنيو د خلقو لوري پر حکومت نيوکې کړي، چې لندن ته د پلاوي د سفر لګښت چا پر غاړه اخيستی وو؟
اوس د خزانې وزير مفتاح اسماعيل بيان مخې ته راغلى چې پکې هغه لندن ته د خپل سفر په اړه د ټولو غلط فهمي لرې کولو په اړه خبرې کړي دي.

ميډيا سره خبرو کښې مفتاح اسماعيل اوويل چې مونږ ټول په خپل خرڅ لندن ته تللي وو چې ځينې په بزنس او ځينې په اکنامک کلاس کښې تللي وو.

هغه وويل، چې دغه پلاوى نه يوازې په خپل لګښت لندن ته تللى، بلکې په خپل لګښت د لندن په يوه هوټل کې هم پاتې شوي وو.

وفاقي وزير په حکومتي خرچه لندن ته د پلاوي د تللو ټولې ګنګوسې پروپېګنډه وبللې او په دې موقع عطا تارڑ وويل چې که چرې مونږ سره فرح ګوګي يا احسن جميل ګجر وې نو مونږ به هم په شاهي خرچه لندن ته تللي وې.

Leave a reply