خان صیب تباهي وکړه او لاړو: اسحاق ډار

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار په یو بیان کښې وئيلي دي چې حکومت به په پټروليم 350 اربه روپۍ سبسډي ورکوي۔
د جيو نيوز په پروګرام :آپس کي بات: کښې خبرو کښې اسحاق ډار وويل خان صیب پاکستان کښې تباهي وکړه او لاړو، اوس دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې اصلاح کړو او د اقتصاد ښه کولو لپاره کار وکړو.
ده ووئيل چې عمران خان د نرخونو د زياتولو په ځائې د پټرول او ډيزلو په نرخونو كښې لس روپۍ كمې كړې٬ حكومت ته به د پېټرولو په نرخونو كښې 2 روپۍ سبسډي وركړې شي۔
د خزانې پخواني وزير وويل چې د خوراکي شيانو نرخونه دوه چنده شوي او اوس د ملک په تاريخ کې د وفاقي بجټ خساره 5600 اربه روپۍ ته رسيږي.






