د بیان او رسنیو په آزادې بندیز لګول مونږ ته منظور نه دې: په لنډیکوتل کښې د مشرانو او خبریالانو دریځ

0
197

باغي ټي وي رپورټ
د لنډیکوتل پریس کلب د خبریالانو ترسیوري لاندې په لنډیکوتل بازار کې د باړه پریس کلب پخواني صدر او خبریال خادم خان آفریدي د نیولو په ضد یوه لویه احتجاجي مظاهره وشوه.
د باړه پريس کلب خبريال خادم آفريدي د خوشي کيدو په حقله باچا خان چوک کښي يوه لويه احتجاجي مظاهره اوشوه چي پکښي اين جي ساجد آفريدي، سماجي کارکن شاکر آفريدي، د خيبر سپورټس کلب جنرل سيکرټري کليم شينواری، جنرل کونسلر ابو دردا شينواري، د پيپلز پارټي لنډیکوتل مشر هميش شينواري يوتھ قبائلي صدر سعيد هم موجود وو۔
د مسيحي ټولنې مشر رشيد او د مدني ټولنو استازو هم په دې مظاهره کښې برخه او د خبریال خادم خان آفریدي نیول ی په سختو ټکو کښې وغندل.
د احتجاجی مظاهرې او لاريون په مهال خبريالانو د سي ټي ډي د ظلم په ضد نعرې او وهلې او د خبريال خادم افريدي د زر خوشي کولو غوښتنه يې کوله، خبريالانو په پلې کارډونو سره د خادم افريدي د خوشي کيدو غوښتنه لیکلې وه او په صحافت د بنديز په ضد ی هم شعارونه ليکلي وو.
سیاسي مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل چې د خادم افریدي نیول د بیان پر ازادۍ بندیز دې او دا بندیز دوی ټول په سختو ټکو کښې غندي.
مشرانو دا هم اوویل چې خادم افریدي ته د رښتیا او حق لیکلو سزا ورکول کېږي.
مظاهره کوونکو د خادم افریدي د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې که نه نو دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي او د پاک افغان لویه لار به بنده کړي.مظاهره کونکو د باچا خان چوک نه تر لنډي کوتل پریس کلب پورې لاریون هم وکړ او د خبریال د نیولو په ضد ی نعرې هم اووهلې.
………………………………………………………………………..

………………………………………………………………………….

جمرود پریس کلب مخې ته هم د خادم آفریدي د خوشي کیدو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه

د جمرود پريس کلب مخي ته د خبريال خادم خان آفريدي د خوشي کيدو پرضد احتجاج، د احتجاج مشري د جمرود پريس کلب صدر ظاهر شاه آفريدي او جنرل سيکرټري اميرزاده آفريدي کوله۔
د جمرود پريس کلب خبريالانو بينرونه اوچت کړي وو او نعري ی وهلي ، خبریالانو غوښتنه کوله چي خبريال خادم خان آفريدي دې زر تر زر خوشي کړي او د پيښي دې آزادې پلټنې وشي. خبریالانو دا غوښتنه هم وکړه چې قبائلي صحافيانو ته دي تحفظ ورکړے شي .
………………………………………………………….

د جمرود پریس کلب خبریالان هم د ملګري خبریال د خوشي کیدو لپاره احتجاج کوي.

Leave a reply