د آرټیکل ۶۳ تشریح ، سپریم کورټ نن پریکړه اعلانوي
باغی ټي وي رپورټ
سترې محکمې د اساسي قانون د ٦٣مې مادې د تشریح کولو په اړه صدارتي ریفرنس په اړه خپله پرېکړه محفوظه کړې ده، ددې ریفرنس پریکړه به نن ماښام واورول شي.
سپريم کورټ کښې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کښې پينځه کسيزه بينچ د آرټيکل 63A تشریح په اړه د صدارتي ريفرنس اوريدنه کړې چې پکښې د مسلم ليګ (ن) وکيل مخدوم علي خان معاون وکيل تحريري درخواستونه جمع کړي دي۔
د اوريدنې په مهال اټارني جنرل اشتر اوصاف وويل دا ليدل پکار دي چې آيا آرټيکل 63A مکمل ضابطه ده او ايا په آرټيکل 63A کې نور څه اضافه کول ضروري دي، هغه وایی چې دا هم ليدل پکار دي چې آيا چې د ګوند د اصولو څخه انحراف وشي نو ووټ به ی شمارلې شي؟
اشتر اوصاف دريځ خپل کړو چې عدالت د صدارتي ريفرنس په مشاورتي اختيار کې غور کوي، صدارتي ريفرنس د يوې قانوني پوښتنې يا د عوامي مفاد په معامله نظر غوښتلی شي، صدر په تيرو وختونو کې د داسې پيښو په اړه ريفرنس نه دی ليږلی.
د اټارني جنرل په دلائلو کې جسټس اعجازالاحسن ريمارکس ورکړو چې صدر ته د صدارتي ريفرنس لپاره د اټارني جنرل څخه د قانوني نظر غوښتلو ضرورت نشته، د ارټيکل 186 مطابق صدر د قانوني سوال په اړه ريفرنس لېږلى شي.