د پاکستان روپۍ په مقابله کښې د یو ډالر قیمت ۱۹۵ روپۍ ته اوچت شو

0
102

باغی ټي وي رپورټ
په انټربینک مارکیټ کې ډالر نور هم ګران شو او د ۱۹۵ پاکستاني روپو څخه واوښت.

د دوشنبې په ورځ د انټربینک ایکسچینج بازار کې ډالر قیمت کښې 66 پیسۍ اضافه وشوه او ډالر په 194.18 روپۍ بند شو.

د سه شنبې،نهې په ورځ د سوداګرۍ په لومړۍ نیمايي کې د ډالر بیه ۳۲ روپۍ نوره هم لوړه شوه او په انټربینک مارکیټ کې د لومړي ځل لپاره ډالر ۱۹۵ روپۍ ۵۰ پیسو ته ورسیدل. د یادونې ده چې کله نه چې شهباز شریف د عمران خان نه پس د پاکستان ۲۳ وزیراعظم وټاکل شول نو په هغه ورځو کې د پاکستان سټاک ایکسچینج کې د کاروبار کچ ډیره ښه شوې وه او د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ هم ډیره قوي شوې وه خو څو ورځې بس بیا د پاکستان سټاک ایکسچینج کې ټیټ والې مخې ته راغلو او وس د ډالر قیمت ۱۹۵ روپو څخه لوړ شوې دې.
عمران خان په هیواد کې جلسې جلوسونه پیل کړي دي او وایی چې اتحادي حکومت د پاکستان د اقتصادي کمزورې ذمه وار دې او په هیواد کښې دې زر تر زر ټول ټاکنې ترسره شي.

Leave a reply