کونړ ولایت کې د نفرایټ د ډبرو د کیندلو چارې پیل شوې

0
237

کونړ ولایت کې د نفرایټ د ډبرو د کیندلو چارې پیل شوې

د کونړ والي د یاد کان د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دوی خلکو ته د کاري فرصتونو د پيدا کولو په لټه کې دي او په خبره یې ددې کان په سپړلو سره به کاري فرصتونه پراخ شي.

 

(2022 / 5 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کونړ ولایت کې د نفرایټ ډبرو د یوه ستر کاڼ سپړل پيل شوي دي. د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي چې دغه کان به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او تر څنګ به یې حکومت ته هم له دې درکه میلیونونه افغانۍ عاید راځي.

د کونړ والي د یاد کان د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دوی خلکو ته د کاري فرصتونو د پيدا کولو په لټه کې دي او په خبره یې ددې کان په سپړلو سره به کاري فرصتونه پراخ شي.

هغه همدا راز زیاته کړې چې له دې کان به افغان حکومت ته شاوخوا دوه میلیارده ۶۳۰ میلیونه عاید هم راشي.

ځايي چارواکي ویلي چې د کاري فرصتونو برابرول او د کانونو سپړل یې لومړیتوب دی او په خبره یې دا د ملت د پرمختګ او اقتصادي ودې وسیله ده.

Leave a reply