په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده
په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده
په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې یوې لوړپوړې چارواکې انتا ریبارن په تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی نو له همدې امله د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.
(2022 / 5 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېره لوړه شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې یوې لوړپوړې چارواکې انتا ریبارن په تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی نو له همدې امله د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.
نوموړې وایي چې په افغانستان کې هره ورځ زرګونه ماشومان د ښوونځي پر ځای په بازارونو کې لارو او سړکونو ته وځي او هڅه کوي د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پيدا کړي.
نوموړې له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بللی و او د مرستو غوښتنه یې کړې وه.