د شمالي وزیرستان خبریالانو هم د خبریال خادم خان آفریدي د نیولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې

باغی ټي وي رپورټ
د شمالي وزيرستان د ميرانشاه پريس کلب د خبریالانو له لوري هم د ضلع خیبر خبريال خادم آفريدي د نيولو په ضد او د خوشي کيدلو لپاره د ميرانشاه پريس کلب مخې ته مظاهره وشوه.
په دې احتجاجي مظاهره کښې د شمالي وزیرستان خبریالانو ، د سياسي اتحاد مشرانو، تاجرانو او د سول سوسائټي نمائندګانو هم په ګنړ شمیر کښې ګډون وکړو.
صحافيانو د سي ټي ډي د ظلم په ضد نعرې وهلې او خادم خان آفریدي د زر خوشي کولو غوښتنه ئي کوله.
وينا کوونکو په خپلو خبرو کې وويل چې د خادم افريدي نيول د بيان پر ازادۍ محدوديت او بندیز ، هغوی ګواښ وکړو چې که خادم خان آفریدي خوشې نه کړې شو نو دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي او پاک افغان لويه لار به وتړي.







