د ایران کورنیو چارو ورارت یو شمېر فلم جوړوونکي نیولي دي

د ایران کورنیو چارو ورارت یو شمېر فلم جوړوونکي نیولي دي
د یادونې وړ ده، چې اعلامیه خپروونکی (محمدرسولوف) خپل یوه فلم «شیطان نشته» په ۲۰۲۰ کې یوه ستره جایزه هم ترلاسه کړه. رسولوف ته دا جایزه په برلین کې د فلمونو تر نندارې وروسته ورکړل شول، چې له امله یې یو کال زنداني هم شو.
(2022 / 5 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ایران کې فلمجوړونکو کسانو یوه اعلامیه خپره کړې او پکې لیکلي یې دي، چې امنیتي ځواکونو یې پر کورونو چاپه اچولې او یو شمېر کسان یې له ځان سره بېولي دي.
دا اعلامیه د دغه هېواد یوه مشهور فلمجوړوونکي «محمد رسولوف» خپره کړې او د دغه مسلک لسګونه کسانو لاسلیک کړې هم ده.
اعلامیه کې لیکل شوي، چې امنیتي ځواکونو یو شمېر داسې کسان هم له ځان سره بېولي، چې فلمجوړوونکي نه ول، خو له دې مسلک سره تړلي وو.
فلمجوړوونکي «محمدرسولوف» دا نه دي، چې امنیتي ځواکونه ولې د فلمجوړوونکو کورونو ته ورغلي او زیاتوي چې لا هم د بېولشویو کسانو معلومات نشته.
ویل کېږي، امنیتي ځواکونو تر ډېره هغه کسان وړي، چې د بیان آزادۍ او اعدام اړوندو جوړشویو فلمونو کې یې کار کړی و.