ملا برادر د چک بند د پاتې کارونو د سروې امر کړی 

0
73

ملا برادر د چک بند د پاتې کارونو د سروې امر کړی 

د ملابرادر له دفتره په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د اقتصادي کمېسيون په وروستۍ غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده سپارل شوې چې د چک د برېښنا بند د پاتې کارونو په تړاو د کمېسيون راتلونکې غونډې ته مفصل معلومات او راپور وړاندې کړي.

 

(2022 / 5 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغانستان د ا،ا،ا اقتصادي کمېسيون د وردګو ولايت د چک د برېښنا بند د پاتې کارونو په اړه د سروې او معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د ملابرادر له دفتره په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د اقتصادي کمېسيون په وروستۍ غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده سپارل شوې چې د چک د برېښنا بند د پاتې کارونو په تړاو د کمېسيون راتلونکې غونډې ته مفصل معلومات او راپور وړاندې کړي.

د چک برېښنا بند د بيارغونې کارونه څو کاله وړاندې پيل شول خو د ځينو ستونزو له کبله پر وخت بشپړ نه شول. ياد بند درې توربينونه لري چې ټولټال د ۳.۹ ميګاواټو برېښنا د توليد ظرفيت لري. د دغه بند ټول توربينونه اوسمهال له فعاليته لويدلي دي.

Leave a reply