ناټو وايي له دغه سازمان سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو ژر تر ژره څېړي
ناټو وايي له دغه سازمان سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو ژر تر ژره څېړي
په ورته وخت کې روسیه بیا وایي له همدې امله یې پر اوکراین برید وکړ چې ناټو غواړي په دغه هېواد کې رېښې وځغلوي او اوس یې خبرداری ورکړی چې که یاد هېوادونه د ناټو غړي شي د روسیې له سخت غبرګون سره به مخ شي.
(2022 / 5 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ناټو وايي له دغه سازمان سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو ژر تر ژره څېړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي د روسیې اقداماتو ته په کتو د دې جدي اړتیا ده چې له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو پر مسئله ژر پرېکړه وشي.
د ده په خبره دغه هېوادونه باید د ناټو متعهد شي او له دوی دفاع به د ناټو مسوولیت وي.
په ورته وخت کې روسیه بیا وایي له همدې امله یې پر اوکراین برید وکړ چې ناټو غواړي په دغه هېواد کې رېښې وځغلوي او اوس یې خبرداری ورکړی چې که یاد هېوادونه د ناټو غړي شي د روسیې له سخت غبرګون سره به مخ شي.
خو د فنلنډ او سویډن مشران به د چهارشنبې په ورځ خپل غوښتنلیکونه ناټو ته سپاري او وایي وېره لري چې روسیه د دوی خپلواکۍ ته درناوی ونه کړی او د اوکراین په څېر پر دوی هم برید وکړي.