ناټو یو ځل بیا اوکراین ته د نامحدوده ملاتړ ډاډ ورکړی دی

0
87

ناټو یو ځل بیا اوکراین ته د نامحدوده ملاتړ ډاډ ورکړی دی

د دوی په خبره دا مرستې او ملاتړ به محدود نه وي او په ټولو برخو کې به دوام کوي. په ورته وخت کې روسیې تازه د اوکراین په ځينو برخو د توغندیو او هوایي بریدونو لړۍ پراخه کړې ده.

 

(2022 / 5 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ناټو اوکراین ته د نامحدود ملاتړ ډاډ ورکړ. د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په آلمان کې په یوه غونډه کې ژمنه کړې چې د ناټو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دوی به تر هغه د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکوي چې دغه هېواد له ځان دفاع کوي او د روسیې پر وړاندې ولاړ وي.

د دوی په خبره دا مرستې او ملاتړ به محدود نه وي او په ټولو برخو کې به دوام کوي. په ورته وخت کې روسیې تازه د اوکراین په ځينو برخو د توغندیو او هوایي بریدونو لړۍ پراخه کړې ده.

روسیه وایي چې د اوکراین د وسلو او مهماتو او همدا راز د رادار ځینې مرکزونه یې په نښه کړي دي. اوکراین هم په ځينو برخو کې د روسي عسکرو د شا ته تمبولو خبره کوي.

Leave a reply