د افغانستان څخه پاکستان ته د وسلې د قاچاق کولو هڅه شنډه کړه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان هیواد د غزني ولایت څخه پاکستان ته د وسلو د سترې زېرمې د قاچاق هڅه شنډه کړې شوې ده.
د سکيورټي ذرائعو ترمخه افغان ايجنسيو د کاروائي دوران دري سمګلران نيولي دي ولي پاکستاني ادارو په پاک افغان پوله د سرويلانس او چيکنګ نظام هم سخت کړے دے او د ګاړیو پلټنې ی سختې کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په غزني ولايت کې له جدید او آټومیټک وسلو ډکه يوه لارۍ د پاکستان خاورې ته له ننوتو مخکې نيول شوې ده او امنیتي ځواکونو په خپله ولکه کې اخستې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسلو د قاچاق یوه هڅه شنډه شوې ده.
د پوځي سرچينو د معلوماتو له مخې، نيول شوي شکمن افغانان دي او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.