هند وايي د بندیزونو سربېره اړمنو هېوادونو ته غنم سادروو   

0
155

هند وايي د بندیزونو سربېره اړمنو هېوادونو ته غنم سادروو

هندوستان په تېر میلادي کال کې نورو هېوادونو ته شاوخوا یو میلیون ټنه غنم صادر کړي دي. راپورونه وایي چې هندوستاني حکومت وروسته تر هغه د غنمو پر صادرولو بندیز ولګول چې په هندوستان دننه د غنمو بیې تر ټولو لوړې کچې ته وختې.

 

(2022 / 5 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هندوستان د سوداګرۍ وزیر سوبرامونیم ویلي چې هېواد به یې د بندیزونو سربېره اړمنو هېوادونو ته د غنمو صادرات دوامداره وساتي.

هغه دغه راز ویلي چې دوی به خصوصي شرکتونو ته د پخوانیو ژمنو پر بنسټ اجازه ورکړي چې تر راتلونکې جولای میاشتې پورې بهرنیو هېوادونو ته نږدې څلور اعشاریه درې میلیون ټنه غنم صادر کړي.

هندوستان په تېر میلادي کال کې نورو هېوادونو ته شاوخوا یو میلیون ټنه غنم صادر کړي دي. راپورونه وایي چې هندوستاني حکومت وروسته تر هغه د غنمو پر صادرولو بندیز ولګول چې په هندوستان دننه د غنمو بیې تر ټولو لوړې کچې ته وختې.

روان کال په توله نړۍ کې د غنمو بیې څلوېښت سلنه لوړې شوې دي او هند تازه د غنمو پر صادراتو بندیز لګولی دی. په همدې حال کې جې اووه هېوادونو د هند له لوري د غنمو پر صادرولو بندیز غندلی دی.

Tagsهند

Leave a reply